دیویشتمی پیړی بربرا ن د آی ، اس ،آی مزدوران
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

افغا ن او پښتون وروره وروسته له ډیر تحمل او صبر څخه دی پریکړی ته ورسید م چی خپل کرکه او نفرت  ددی وحشی اوحیوان صفت طالبان په ادرس ورولیږم کوم چی په سوات کی هغه معصوم اوبیګناه  پیغله  یی د خلکو په مخ په ډیر بیشرمانه او د انسا نی له کرامت څخه لری په متروکه سره ووهل اود هغه پت او وقار ته دروند تاوا ن ورسول ، او دهغه په اړخ کی له تا نه می هم پښتون اوافغان وروره زړه خوا بد شو چی ولی چپ او ګونګی یی؟ او دافغانی اوپښتونولی نښی نښانی درکی نه لیدل کیږی،ستا پلرونه دافغان دننګ اوناموس په ساتنه کی له خپل سرتیر وه اوهیڅوک دهغه له ډاره د افغان ناموس ته بد  نشو کتلای ، مګر ته  دومره بیغیرته شوی یی  چی  د تیګی د دوری  څو  وحشی ځناوران دا د ابوجهل سکه لمسیان او د پنجاب اود اسلام آباد د بی فرهنګو چاکرانود ملیشو اعمالو ته رټ رټ ګوری او خپل خوله دی په ستنو ګنډ لی دی ، ته له اصله پښتون یی یاکه عرب؟

   که پښتون یی نو خپل تاریخ ته وګوره چی ستا پلرونه دغه وحشی عربان چی دعربو په صحرا کی داوښ شدی رودلی او دهغو خوراک کربوړی وه څومره ډبولی اودهغو لاسونه یی دهغو په چلتارو تړلی او له خپل وطن څخه یی ویستلی اوله هغو څخه تل باج اخیستی دی ، تاسی کولای شی چی د خپل تاریخ پاڼی ته مراجعه وکړی اووګوری چی تر دری سوه کاله افغانان ددی بی زیارته ملنګانو پر ضد څومره جنګیدلی دی او خپل سر نه دی ټیټ کړی تا سی دابومسلم خراسا نی میړانه په یاد راوړی چی د بغداد د عربی کرسی نشینوته وویل چی ستا سی  دین می منلی مګر ستا سی واکداری زه نشم منلی یا د خپل دتاریخ نورقهرمانان لکه پیرروښان،خوشحال خان ،میرویسخان احمدشاه درانی، اما ن الله خان، اکبرخان ، میر مسجدی خان ، پاچاخان ، خان عبد الصمدخان اوپه زرونو  نور توریالی او پر وطن مین  قهرمانان کارنامی ته ځیر شی ، تاسی د لوړ فرهنګ او د اوږد تاریخ اود پراخ کلتوروارثا ن یاستی، ولی نه ښوریږی ولی سره نه جوړیږی ؟ اوولی ددی وحشی صفت اوله تمدن نه بیګانه ډلی لاسونه دهغو په لنګوټو کی نه تړی ؟ اودتاریخ ابدی  کندی ته نه اچوی ؟

  زه  په  دی  ډیر حیران یم چی اسلام اواسلامیت یواځی ځمونږ آیین دی چی باید حتماً د هر ناپوه ملا او طالب خبری ومنو اویا داچی یوځلی قران مجید ته مرجعه وکړو چی مونږ ته څه وایی ؟ دخدای د پاره سر مو په ګریوان کړی دا ډلی او ټپلی وپیژنی .، [ دوی هغه سرسبیل بی پلار او مور ډلی دی چی لوی اووږد تاریخ لری او دوی تل د داجنبی (انګریزانو) په لمسون دوطن پرضد راپاڅیدلی اود پرمختګ خنډ ګرځیدلی ،لکه داما ن الله خان د ریفورمونو پر ضد د اانګریزانو په لمسون چی دهغوی زامن اوس هم د کرزی په دولت کی د قدرت خاوندان دی ،اوپرخلکو حکومت کوی ، یا هغه طالبان چی دانګریزانوپه دیو بندی مدرسو کی افغان وژنه یی زده کړی ، اویا هغه ناروا پروفیسور ملایان چی هم ملا، هم پروفیسور ، هم وکیل اوهم ځان قانوندان بولی څه ناروا او ناتاری نه دی چی د افغان پر اولس اوپه پرګنو نه کوی ؟ ]

   دا دپښتنو اود افغانانو د فرهنګ سره کاملاً بیګانه اوپردی دی چی یوه پښتنی پیغله د خلکو په عام محضر کی چپه کړل شی او دهغه لاس اوپیښی دڅو وحشی او بربرپه واسطه ټینګ ونیول شی او په متروکی سره وډبول شی ، زه خو دا ډول اسلام او دا ډول مسلمانان نه منم ، دوی ولی دمصر ، دوبی سوریه ، مراکش ، تونس اونور عربی اسلامی هیوادونو خمخانو ، نایټ کلپونو ،رقاصه خانی ته سر نه وهی اود کونی اود نامه لوڅ نڅا ته نه ګوری چی سعودی چلتارپوشان دهغو نڅا تماشی کوی او د طلا نه ډکی خلطی دهغو تر قدموشیندی ،لعنت دی پر تاسو جاهلو ، بی فرهنګو ،وحشی صفتو ، مزدورو ، وشی ، چی په دی یوویشتم قرن کی د تیګی ددوری قوانین پر غریبو خلکوباندی چلویی ؟ که چیر تاسی مور او خور درلوده ممکن چی په دی اعمال مولاس نه پوری کول ، تاسی دستاسو باداران او دستاسو دکاکا زامن چی د افغانستان دولت په لاس کی لری ، دا بیچاره خلکو ته هریو بیل بیل جزا ګانی ټاکی مثلاً تاسی پیغلی په عام محضرکی په  متروکووهیی.

   کرزی صیب قانون ورته باسی چی ښځه باید بی له کوم بهانه دخپل میړه جنسی هیلی تر سره کړی اوبی دهغه له اجازی څخه باندی ته نشی وتلی او دخپل میړه په اختیار کی دی ، پروفیسور صیب چی په شورا کی وکیل دی دخپل ګناهو دبخښنی فرمان صادروی ، اوچاچی ورته ووایی وکیل صیب  دا ستا ږیره یوڅه زیات ببرښکاری اوښه نه معلومیږی چی ته انسان یی یا له ځنګله راغلی ؟ پرو فیسورصیب په قهریږی او په لوړ آواز وایی چی اوخلکو ګوری ملالی  وکیل ته  چی  کفر وایی ، له شورا څخه یی وباسی دا،د کمونستانو استاذی دی ، ددوی نیکټایدار روشنفکران طالبان په معتدل او نامعتدل ډلی ویشی ، پر اجنبی قوتونوباندی ډډ لګولی او دهغو دمټ په زور سره په اخری مودل ضد مرمی موټرانو کی ګرځی اوخپل کورنی دوبی ته لیږلی دی چی هلته هوسا ژوند ولری .

زه له تا څخه پښتون وروره دا پوښتنه کوم چی دا د (۲۴) هیوادونو سپاهیان دبی وزلو افغا نانو دساتنی دپاره راغلی دی یا که د ملایانو ،طالبانو ، حضرتانو ، ډاړه مارانو ، ټوپک سالارانو او غربی تکنوکراتانو دمقام ،دپانګی  دجایدادونو د امنیت دپاره ؟ غریب  څه  شی  لری  چی د هغه په  ساتنه کی  زیار اوباسی ؟ په هر صورت دا معیوبه حلقه ترڅو چی ونشکول شی همدغه حال او همدغه احوال وی ، او هیڅ یو با شرف افغان دخپل خوښی ژوند به ونه لری ، دویلو زیات لرم خو نه غواړم چی سر مو په درد کړم ، خو دومره وایم چی هر څه زر خپل صفونه سره نژدی کړی  او د خپل وطن اود خپل خلکو آزادی پت تر لاس کړی ،بس دی د پردی دروازی  مه ټکوی دافغان او د پښتنو غلیمان چی هر څوک وی هغوی په ځای کیښینوی او له دی دربدری څخه ځان خلاص کړی ، په ډیر درناوی


April 9th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات